امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې  څوارلسمه :
دوه تنه وسله وال طالبان پرون  دغزني _ پکتيکا په لويه لاره کې دګډو عملياتو په بهير کې ووژل شول .
  دغزني دوالي وياند عارف نوري  دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دغزني ولايت  دګيرو ولسوالۍ دارزو په کلي کې  د  ٢٠٣ تندر قول اردو دځواکونو  دعملياتو په بهير کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
  ده وويل  په دغو عملياتو کې  دوه تنه امنيتي منسوبين ټپيان شوي دي  او په دغې لويه لاره کې درې ښخ کړى شوي ماينونه هم کشف او شنډ کړى شول .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته