دوه تنه وسله وال طالبان په بلخ کې ووژل شول

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
دوه تنه وسله وال طالبان نن د بلخ ولايت په چاربولک ولسوالۍ کې له امنيتي منسوبينو سره په نښته کې ووژل شول.
  د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمدحنيف رضايي دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پېښه دبلخ ولايت دچاربولک ولسوالۍ په چوبه کلي کې رامنځته وشوه چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده زياته کړه چې په دې نښته کې پوځيانو او ملګي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
  ختم_ سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته