امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په بلخ کې ونيول شول .

کابل / دليندې ٣مه / باختر :
دوه وسله وال طالبان پرون په بلخ کې ونيول شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمدحنيف  رضايي دباختراژانس خبريال ته وويل چې افغان پوځيانو دوسله والو طالبانو دډلې  دوه غړي خان زاده اوعبدالله ددغه ولايت دچمتال ولسوالۍ په جرسيل  په سيمه کې ونيول .
هغه زياته کړه له دغو طالبانوڅخه دوه موټرسايکلونه ،  يوه اندازه سندونه او يووسله ترلاسه شوه .
هغه څرګنده کړه چې نيول شويو کسانو دطالبانو په ډله کې په غړيتوب اعتراف کړى دى .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته