کابل باختر دثوردمياشتې ٢٣ :
دوه تنه وسله وال طالبان نن په غزني ولايت کې د امنيتي ځواکونوپه عملياتوکې ووژل شول.
په دغو عملياتوکې چې نن سهار په پنځو بجو پيل شول؛ څلور تنه نور طالبان ټپيان شول.
په غزني ولايت کې د ملي اردو د دويمې لوا ويندوى نظيف الله سلطاني دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات د غزني ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې ترسره شول چې له امله يې يوپاکستانى طالب او يو افغان طالب ووژل شول او د دريو تنو پاکستانيانو په ګډون څلور تنه نور طالبان ټپيان شول.
2 د یوې دقیقې څخه لږ