کابل باختردميزان١٤ :
دسرپل ولايت پوليسو نن دوه تنه وسله وال طالبان ونيول .
دسرپل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالروف تاج باخترآژانس ته وويل:
دغه وسله وال طالبان چې دصياد ولسوالۍ په ډنډ کلي کې په دولتي ضد فعاليتونو بوخت وو ، دامنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول .
ديو اړونده خبرځاى دڅرگندونوله مخې : له دوي څخه يو موټر سايکل و يو لاسي بم او دوه توغندي ويشتونکي هم ترلاسه شوي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ