دوه تنه وسله وال طالبان ونيول شول .
کابل باختر د وږي اوولسمه :
دوه تنه وسله وال طالبان پرون په کندز ولايت کې ونيول شول .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني باختر اژانس ته وويل چې دغه دوه تنه وسله وال طالبان دکندز ښار دپوليسو دلومړى حوزې دمنسوبينو له خوا دکندز – خان اباد له تګلوري څخه ونيول .
ده زياته کړه چې نيول شوي طالبان دميدان وردګو ولايت اوسيدونکي دي او په لومړنيو تحقيقاتو کې دطالبانو په ډله کې په خپل غړيتوب اعتراف کړى دى
ختم_ ج _ اکرم