امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان د پوليسو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او د عامه نظم د پوليسو ترمنځ نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت د عامه نظم د پوليسو د دويمې لوا قوماندان سمونوال نصير احمد صاپي د باختر آژانس خبريال ته وويل: نن سهار وسله والو طالبانو د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې دعامه نظم دپوليسو په پوستو بريدونه وکړل چې وروسته د دواړو لورو ترمنځ جګړه وښته او له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې: په کونړ ولايت کې يو ماين ښخوونکى د پوليسو د ځواکونو له خوا ونيول شو.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ماين ښخوونکى کله يې چې غوښتل د اسعد آباد ښار په مربوطاتو کې ماين ښخ کړي؛ هدف ته له رسيدو مخکې د پوليسو د ځواکونو له خوا وپيژندل شو او ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته