دوه تنه وسله وال طالبان د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول
کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۴ مه
دوه تنه وسله وال طالبان د هلمند ولايت په يوه واټ کې د ماين ښخولو په وخت کې د خپل ماين د چاودنې په نتيجه کې ووژل شول.
دغو وسله والو طالبانو نن سهار غوښتل د سنګين ولسوالۍ په لويه لاره کې ماين ښخ کړي چې ماين وچاوديد او دوى يې ووژل .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دواړه ماين ښخوونکي ووژل شول او بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
ده وويل: وسله والو طالبانو غوښتل د دغه ماين په ښخولو سره په خلکو خونړۍ بريد وکړي، خو بريالي نه شول .
پاى ج ذ