کابل باختر دثوردمياشتې ٢٨ : دوه تنه وسله وال طالبان پرون په غزني ولايت کې د ملي اردو د ځواکونوپه چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول. د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: دوه تنه وسله وال طالبان چې د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ په ناني سيمه کې د ورانکاروفعاليتونو د ترسره کولو په مقصد ګومارل شوي وو؛ د ملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول او څوتنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي . د يوبل خبرله مخې: د دغې ډلې دوه تنه نور وسله وال طالبان د غزني ولايت د واعظ ولسو الۍ د کوز جفاري په سيمه کې د ملي اردو د ځواکونو په چاڼيزوعملياتو کې ووژل شول او يوه اندازه وسلې او مهمات هم له هغوى څخه پاتې شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل