دوه تنه موټر چلوونکي دسړى تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړي شول

کابل باختر دتلي  شپاړسمه
  دهرات ولايت داوبې ولسوالۍ پوليس نن دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ددوو باروړونکو موټرونو دچلوونکو په خوشي کولو بريالي شول .
  دهرات  ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر مل پاسوال حميدي باختر اژانس ته وويل: دغه دوه تنه څه موده مخکې  داوبې او دچشت شريف دولسواليو ترمنځ سړک کې تښتول شوي وو او داوبې ولسوالۍ دتګاب سورساحې ته ليږدول شوي و  .
يوه اړونده خبرځاى وويل:  تښتول شوي کسان د پوليسو دعملياتو له امله ازاد کړي شول خو انسان تښتوونکي دعملياتو له پيل کيدومخکې په تيښتې بريالي شول او دامنيتي ارګانونو تر څارنې لاندې دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته