دوه تنه ملکي وګړي د پاکستان د راکټي بريدونو له امله ټپيان شول
کابل – باختر د لړم دمياشتې ٨
دوه تنه ملکي وګړي تېره شپه د افغانستان په ختيځ کې د پاکستاني پوځيانو د توپونو او راکټي بريدونو له امله ټپيان شول.
دغه ملکي وګړي د ديورنډکرښې ته څېرمه د نورستان ولايت د کامديش په ولسوالۍ کې د توغندي د لګيدو له امله ټپيان شول.
تېره شپه او نن سهار د کونړ او نورستان د ولايتونو ځينې سيمې يوځل بيا د پاکستاني پوځيانو د توپونو او د راکټي بريدونو ډګر و.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: د پاکستاني پوځيانو له خوا يو توغول شوى توغندى په کامديش ولسوالۍ کې د استوګنې په يو کور ولګيد چې له امله يې دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل د دغه ولايت په ځينو سيمو د پاکستاني پوځيانو له خوا د لسګونو توغول شويو توغنديولګيدل تاييدوي او وايي چې د دغو توغنديو له امله مالي زيان نه دى اوښتى.
له څلوروکلونو راپه دې خوا پاکستاني پوځيانو د افغانستان ځينې ختيځې سيمې تر راکټي بريدونو لاندې نيولي دي چې تراوسه پورې له دې امله يو ١٧٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پوځي قوماندانانو له خوا د وړاندې شويو شمېرنو له مخې: د دغو بريدونو له پيل څخه د کونړ، نورستان او د پکتيکا د ولايتونو په ځينو سيمو څه ناڅه ٢٠ زره توغندي توغول شوي دي.
تراوسه پورې د افغانستان خلکو او پوځيانو د پاکستان د دغه يو اړخيز بريدونو په وړاندې سختو غبرګونونو کوم اغيز نه درلود.
دغه راکټي بريدونه تېره مياشت د کابل _ واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون له لاسليک کولو وروسته يوه اوونۍ بند شوي و؛ خو بيا پيل شول.
په امنيتي تړون کې امريکا له افغانستان سره ژمنه کړې ده چې په افغانستان د بهرني يرغل په صورت کې به دغه هيواد د افغان ځواکونو ترڅنګ ودريږي او ورته به جدي ځواب ورکړي.