دوه تنه ملکي وګړي دبهرنيو ځواکونو له خوا ټپيان شول
کابل باختردتلې دمياشتې ٢٩ :
دبهرنيو ځواکونو له خوا نن دلوګرولايت په ولايت دبره کي برک ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يو باروړونکي موټر دډزو له امله دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دبره کي برک ولسوال سيدوکيل باختراژانس ته وويل دايتلاف دځواکونوله خوا ډزې هغه وخت وشوي چې دبار وړونکي موټر چلوونکي دپلټنې په ساحه کې دهغوى ددريدو امر ته پاملرنه ونه کړه اودهغوى له خوا پري ډزې وشوې.
يوه اړونده خبرځاى وويل په دې پيښه کې موټرچلوونکي اويوتن بل ټپيان شوي دي اودپيښې ټپيان دايتلاف دځواکونو له خوا روغتون ته ليږدول شوي دي.