دوه تنه مخالفين ووژل شول
کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣ :
په لغمان ولايت کې د ماين د چاودنې له امله دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
تيره شپه وسله والو مخالفينو د لغمان ولايت د الينګارولسوالۍ د نيم نائي په ساحه کې له ځانه يو جوړ کړاى شوى ماين د ورانکارو اوتروريستي عملونو دتر سره کولو لپاره ليږداوه چې هدف ته له رسيدو مخکې د وسله والو طالبانو د قوماندان قاري ادريس په کورکې په دوى وچاوديد چې له امله يې دافغانستان دخلکو دوه تنه دښمنان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.