امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکې په لوګر کې ونيول شول

 کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩ :
د ملي امنيت  دلوى رياست موظفينو تيره ورځ  دوه تنه  ماين  ښخوونکي په  لوګر ولايت  کې ونيول .
دملي امنيت دلوى  رياست مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس ته خبر ورکړ :
نيول شويو کسان د لوګرولايت مرکز دهونې سفلي دکلي اوسيدونکى قاري بصيراحمداو دلوګرولايت دبره کي برک ولسوالۍ  اوسيدونکى طلا  چې دماين ښخولو، شوکمارۍ ، د طالبانو لپاره د پيسو د راټولولواو تروريستي ډلو ته دوسلو  او مهماتوپه برابرولو تورن دي.
دغه کسان د ماين ښخولوپه  وخت کې له يو موټر سايکل  او يو بوشکه يې ماين سره  دملي امنيت  دلوى رياست دموظفينو له خواونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته