کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩ :
د ملي امنيت دلوى رياست موظفينو تيره ورځ دوه تنه ماين ښخوونکي په لوګر ولايت کې ونيول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس ته خبر ورکړ :
نيول شويو کسان د لوګرولايت مرکز دهونې سفلي دکلي اوسيدونکى قاري بصيراحمداو دلوګرولايت دبره کي برک ولسوالۍ اوسيدونکى طلا چې دماين ښخولو، شوکمارۍ ، د طالبانو لپاره د پيسو د راټولولواو تروريستي ډلو ته دوسلو او مهماتوپه برابرولو تورن دي.
دغه کسان د ماين ښخولوپه وخت کې له يو موټر سايکل او يو بوشکه يې ماين سره دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خواونيول شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ