دوه تنه ماين ښخوونکي ووژل شو .
کابل _ باختردثور اوولسمه :ګ
په ميدان وردګو ولايت کې دوه تنه ماين ښخوونکي دهغه ماين دچاودنې له امله ووژل شول چې غوښتل يې ښخ کړي .
دميدان وردګو دوالي ويندوى عطاالله خوږياني باختراژانس ته وويل، دغه دوه تنه ماين ښخوونکي تيره شپه دهغه ماين دچاودنې له امله ووژل شول چې غوښتل يې دميدان وردګو ولايت دسيد اباد ولسوالۍ دحسين خيلو په ساحه کې ښخ کړي .