امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان په هلمند کې دپوليسو په ډزو کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ  اتمه :
دوه تنه ماين ښخوونکي  طالبان په هلمند ولايت کې دامنيتي ځواکونو دډزو په بهير کې ووژل شول .
  په دغو يرغلګرو پرون ناوخته کله چې دهلمند ولايت په نهر سراج ولسوالۍ کې په يوه ګڼ ميشته لاره کې په ماين ښخولوبوخت و، دپوليسو له خوا ډزې وشوې اوووژل شول .
دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالاحد چوپان  دباختراژانس خبريال ته وويل ، وسله والو طالبانو غوښتل چې ددغه ماين په ښخولو سره په خونړۍ تروريستي پيښې لاس پورې کړي .
دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ دويندوى دڅرګندونو له مخې په دې پيښه کې سرتيرو او دسيمو خلکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته