امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان دخپلو ماينونو قرباني شول

کابل باختر دکب څلورمه :
دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان پرون په قندهار ولايت کې دخپلو ماينونو قرباني شول .
دقندهار ولايت دامنيې  قوماندانۍ ويندوى ضيا دراني باخترآژانس ته وويل: دغه کسان د قندهار ولايت د شاه ولي کوټ او د خاکريز د ولسواليو په مربوطاتوکې په دووجلا جلا پيښوکې کله چې په ماين جوړولو بوخت وو؛ ماين وچاوديد او دوى يې ووژل.
ديوبل خبر له مخې: يو ملکي سړى دقندهار ولايت په معروف ولسوالۍ کې د ښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله شهيد شو .
  دقندهار ولايت دپوليسوويندوى ضيادراني وويل چې دغه پيښه د معروف ولسوالۍ  په سرحدي ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوملکي سړى په سړک په ښخ کړى شوي ماين وخوت او د ماين دچاودنې له امله شهيد شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته