کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
د ملي اردو موظفينو پرون دوه تنه وسله وال مخالفين د هرات ولايت په مربوطاتو کې د ماين ښخولو په وخت کې ونيول.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
دغه دوه تنه وسله وال طالب کله چې غوښتل دهرات ولايت دشيندند ولسوالۍ
په مربوطاتو کې ماين ښخ کړي د ملي اردو دموظفينو له خوا ونيول شول.
دغه راز دملي اردو ځواکونو په هغه امنيتي فعاليت يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ