دوه تنه ماين ښخوونکى دخپل ماين قرباني شول
کابل باختردتلي دمياشتې ٣ :
په ارزګان ولايت کې دوه تنه ماين ښخوونکي دخپل ايښودل شوى ماين دچاودنې له امله قرباني شول.
دارزګان ولايت دامنيې قوماندانى ويندوى فريدعايل باختراژانس ته وويل: دغه دوه تنه نن دچارچينو ولسوالۍ د دوان په سيمه کې هغه وخت دخپل ماين قرباني شول چې په عامه لاره کې يې دماين ښخولو نيت درلود.
دده دڅر گندونوله مخې: دماين ښخولو په وخت کې چاودنه وشوه چې دواړه ماين ښخوونکي ووژل شول.
ديادونې وړ ده چې پرون هم دارزګان ولايت ددهراود ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديو ماين دچاودنې له امله لسو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.