دوه تنه ماين جوړونکي د خپل ماين قرباني شول
کابل باخترد وري دمياشتې ٣١ :
دوه تنه ماين جوړونکي تېره شپه دبغلان ولايت په مربوطاتوکې د خپل جوړکړى شوي ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
دمرکزي بغلان ولسوال ګوهرخان بابري باخترآژانس ته وويل: هغه ماين چې دغو کسانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ په بازارکهنه په يوکورکې عياراوه؛ وچاويدچې دواړه يې ووژل شول.
د بابري دڅرگندونو له مخې: په دې پيښه کې يو يوولس کلن ماشوم هم ټپي شوى دى.
ده وويل: ددغې پيښې په اړوند دوه تنه نور چې ويل کيږي د وژل شويوکسانو همکاران وو؛ نيول شوي دي .
پوليسو له دغه کور څخه دپرسونل ضديو ماين او يوه اندازه چاوديدونکي توکي چې د ماينونوپه جوړولوکې کارول کيږي؛ ترلاسه کړي دي.