امنیت

دوه تنه ماين ايښودونکي ونيول شول .

کابل باختر د تلي لسمه :
دوه تنه ماين ايښودونکي نن په قندهار ولايت کې دماين دايښودلو په وخت کې دپوليسو له خوا ونيول شول .
دقندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باختراژانس ته وويل  : دغو کسانوکله چې غوښتل دقندهار دپنجوايي ولسوالۍ په واټ کې ماين ځاى پرځاى کړي دپوليسو له خوا ونيول شول .
فيصل وويل :  دغه دوه تنه ماين ايښودونکي نورمحمد اوسيدمحمدنوميږي او دپنجوايي ولسوالۍ دطالبانو د ډلې غړي دي .
فيصل وويل  ، له دغې  پيښې وروسته دپوليسو دځواکونوله خوا په سيمه کې عمليات پيل شول چې په بهير کې يې دوسايطو ضد اته ماينونه او پنځه بطرۍ  ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته