امنیت

دوه تنه ماشومان په فارياب کې ووژل شول

کابل باختر د زمري لومړي:
دوه تنه ماشومان تېره شپه په فارياب ولايت کې د هاوان ماين د لګيدو له امله ووژل شول او دوه ميرمن ټپيانې شوې .
  د شيرين تګاب ولسوال خواجه سراج الدين باختر آژانس ته وويل چې د پوليسو  د ځانګړې قطعې يوسرتيرى ددغې ولسوالۍ په فيض آباد دښته کې د وسله والو طالبانو له خوا په ډزوکې سخت ټپي شو.
امنيتي ځواکونو په دغې سيمې  بريد وکړ  چې د هاوان يو ماين داستوګنې په يو کور ولګيد او په نتيجه کې دوه تنه ماشومان ووژل شول او دوه ځوانې ښځې  ټپيانې شوې .
  د فارياب ولايت د عامې روغتيا رياست يو مسوول د يوې ټپي ميرمنې  روغتيايي حالت خراب بللى دى .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته