کابلباختردميزان ٩
دلوټمارو په يو بانډ پوري اړوند دوه تنه وسله وال کسان په غور ولايت کې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
په هغوځانګړوعملياتوکې چې نښته هم پکې وشوه دپوليسويوافسرشهيدشوى دى
نښته پرون ناوخته دلعل اوسرجنګل ولسوالۍ دکرمان په سيمه کې هغه وخت وشوه چې پوليسو دوسله والوغلو په کاروان بريد وکړ .
دغور ولايت د امنيه قوماندانۍ يو مسوول نورعلي اسيري باخترآژانس ته وويل : چې په دې پيښه کې دوه تنه لوټماران ونيول شول اودپوليسو يوافسر شهيد شو .
داسيري دڅرګندونو له مخې : دغلو ددغه بانډافرادو په لويو لارو کې دمسافرينو په کاروانونو بريدونه کول اومالونه يې لوټول .
ويل کيږي چې ددغو غلوڅو موټرسايکلونه اوجنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي
دغورولايت دپوليسو دغه مسوول وايي دوي هلې ځلې کوي چې له نيول شويو کسانو څخه دتحقيقاتو په بهير کې دغلو دغه بانډ ه بشپړه توګه وځپي .
4 1 دقیقه لوستل