دوه تنه له نشه يي توکو سره ونيول شول .

-کابل باختر د وري اوومه :
دوه تنه له يوې زياتې اندازې نشه يي توکوسره په ننګرهار ولايت کې ونيول شول .
درارسيدلو خبرونوله مخې ، نيول شويو کسانو  غوښتل په لسګونو کيلوګرامه  نشه يي توکي  دجلال اباد – تورخم دلويې لارې په تګلوري کې دمارکو بازار ته وليږدوي  چې دجلال اباد ښار له مربوطاتو څخه ونيول شول .
  دننګرهار دوالي وياند  عطاالله خوږياڼي  باختراژانس ته وويل  چې له دغو کسانو څخه  په لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي .
  دوړاندې شويو شميرنو له مخې ،  دوروستيو يوې مياشتې په بهير کې نهه تنه  د سلګونوکيلوګرامو نشه يي توکو دقاچاقو په تور  دننګرهار ولايت  دپوليسو له خوا نيول شوي دي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته