امنیت

دوه تنه له شپږاويا کيلو ګرامو اپينو سره ونيول شول

کابلباختردميزان٦
د نشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي نن په بغلان ولايت کې ونيول شول.
دغه کسان د شپږاويا کيلو ګرامو اپينو د ليږدونې په وخت کې د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې د  مديريت دمنسو پينو له خوا ونيول شول.
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى احمدجاويد بشارت باختر آژانس ته وويل: دغه کسان چې غوښتل يې دغه اپين په يو تونس موټرکې له اندراب ولسوالۍ څخه د بلخ ولايت ته وليږدوي؛ د سمنتو بلاکنو د پلټنې په پوسته کې د پوليسوله خوا ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه: تورن کسان له ترلاسه شويو توکو او موټرسره يې امنيه قوما ندانۍ ته ليږدول شوي او پيښه ترڅيړنې لا ندې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته