دوه تنه طالبان په لوګر کې ووژل شول .
کابل باختر د ثور لومړي :
په لوګر ولايت کې تيره شپه دملي اردو دځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې دوه تنه طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
په لوګر ولايت کې دپوځي همغږۍ دمرکز مسوول باختراژانس ته وويل، په دې جګړه کې چې دخروار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونښته د طالبانو يو سيمه ئيز قوماندان ملا سردار او يو ملګرى يې ووژل شول او دوه تنه نور طالبان ټپيان شول.
دلوګرولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر رييس خان عبدالرحيم زي باختراژانس ته وويل چې دغه راز په دې نښته کې دطالبانو دوه ميله پيکا او دوه توغندي ويشتوونکي دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .