دوه تنه طالبان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ونيول شول

کابلباختر دثور٢٤
دوه تنه وسله وال طالبان پرون په لو ګر ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره د نښتې په بهيرکې ووژل شول، دوه تنه ټپيان او شپږ تنه نور يې ونيول شول.
دبره کې برک ولسوال محمدرحيم امين باخترآژانس ته وويل: دغه جګړه ددغې ولسوالۍ د قلعه ملک په سا حه کې ونښته چې په بهير کې يې دوه تنه طالبان ووژل شول، دوه تنه ټپيان او شپږ تنه نور يې ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه: ددغې جګړې په بهيرکې ددغې ولسوالۍ د روغتون په لا براتوار کې اور ولګيدچې ددغه لا براتوار د تجهيزاتو د له منځه وړلو سبب شو خودسر زيان يې نه دى اړولى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته