دوه تنه طالبان د افغان ځواکونو له خوا ووژل شول.
کابل باختر د وري د مياشتى٢٦
په غور ولايت کې دافغان ځواکونو په عملياتو کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل .
دغور ولايت امنيه قو ماندان سمونوال دلاور شاه دلاور باختر اژانس ته وويل ،افغان ځواکونوله وسله وال طالبانو او له غيرمسوولو وسله والو کسانو څخه دسيمو دپاکولو په مقصد تيره شپه دغور ولايت دپسابند ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات تر سره کړل چې له ا مله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او زيا تره سيمې دطالبانو اودغير مسوولو وسله والو ډلو له واکمنې څخه پا کې شوې.
يوه اړونده خبرځاى وويل ، ددغو عملياتو په بهير کې د وسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم دپوليسو دځواکونو لاس ته ورغلي دي