کابل باختر دلړم اوولسمه :
دوه تنه نن د شوکمارۍ په تور په ننګرهار ولايت کې ونيول شول.
پوليس وايي: دغه کسان کله چې د جلال آباد-تورخم د لوى لارې په اوږدوکې د مارکو بازار په ساحه کې په شوکمارۍ بوخت وو؛ ونيول شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغو کسانو له زياتې مودې را پديخوا د جلال آباد -تورخم په لويه لاره کې د سپرليو دمالونو په شوکماري لاس پورې کاوه.
دغو کسانو له جنګي وسايلو څخه په استفادې سره په دې لاره کې د سپرليو د پيسو او مالونو په لوټولو لاس پورې کاوه .
دا په داسې حال کې ده چې سپرلۍ او موټر چلوونکي په دې وروستيو وختوکې د جلال آباد -تورخم په لويه لاره کې وسله والو شوکماريو او غلاوو له امله سرټکوي.
2 1 دقیقه لوستل