خبرونهامنیت

دوه تنه د کابل – جلال آباد په لويه لاره کې له نشه يي توکو سره ونيول شول

 کابل، د غبرګولي ۲۸ مه، باختر

دوه تنه د کابل- جلال آباد په لويه لاره کې له لسګونو کيلو ګرامه نشه يي توکو سره ونيول شول.

د را رسېدلو خبرونو له مخې؛ نيول شويو کسانو دغه نشه يي توکي په دوو موټرو کې ځاى پر ځاى او غوښتل يې له کابل څخه ننګرهار ته ولېږدوي چې پرون ناوخته د لغمان ولايت  د قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پوليسو له خوا ونيول شول.

د لغمان د قرغيو ولسوال قاري نورالهادي صارم باختر آژانس ته وويل؛ چې له دغو کسانو څخه څه ناڅه ٦٠ کيلو ګرامه ډول ډول نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.

هغه وويل، چې نيول شويو کسانو دغه نشه يي توکي په ماهرانه ډول  په دوو موټرو کې ځاى پرځاى کړي وو.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته