_ کابل باخترد لړم د مياشتې ١٨ :
د خوست ولايت امنيتي مقامات وايي چې دوه تنه يې د وژنې او د نشه يي توکو د قاچاقو په تور نيولي دي .
دخوست ولايت امنيه قوماندان فيض الله غيرت دباختر آژانس خبريال ته وويل
چې دپوليسو ځواکونو د کشفي اطلاعاتو له مخې يو تن چې څه موده مخکې د خوست ولايت په ګربزو سيمه کې يې يو قومي مشر وژلى و، ونيوه.
يوه اړونده خبرځاى وويل په يوه بله پيښه کې دنشه يي توکو يو قاچاق وړونکي چې لس کيلوګرامه چرس يې دخوست ښارله مربوطاتو څخه دصبريو ولسوالۍ ته ليږدول دامنيتي ځواکونوله خوا ونيول شو.
دغه کسان تر تحقيق لاندې دي او د واړو د وژنې او د نشه يي توکو دقاچاقو د ليږدونې په جرم اعتراف کړى دى.
0 1 دقیقه لوستل