کابل باختر دکب شپږمه :
په غور ولايت کې يوې محکمې دوه تنه د وسله والو طالبانو له ډلې سره د اړيکو په تور په اووه ويشت اووه ويشت بند محکوم کړل.
په دغو کسانو تور لګول شوى دى چې په وسله والو غلاوو، انسان تښتوونو، وژنو او د تروريستي عملونو په ترسره کولوکې لاس درلود .
دغور ولايت د استيناف محکمې رييس دباخترآژانس خبريال ته وويل: د شيرآقا او محمد په نومونو دغه دوه تنه يوه مياشت مخکې د امنيتي ځواکونو له خوا په کافي شواهدو او سندونوسره عدلي اوقضايي مرکزونو ته معرفي شوي وو.
ده زياته کړه: د دوى دنسبتي دوسيو له څيړنې وروسته دوى د هيواد دکورنى او بهرنى امنيت پرخلاف څه دپاسه لس مورده ورانکار فعاليتونه ترسره کړي دي.
دمحکمې د رييس دڅرګندونو له مخې: د استيناف محکمې قضايي هيئت هريو تورن په اووه ويشت اووه ويشت کاله اوږد بند محکوم کړل .
په غورکې دغه محاکمه دخلکو او مطبوعاتو د شتون ترسره شوه چې هم يې د پريکړې شفافيت ثابت کړ او هم هغوکسانو ته عبرت وي چې داسلامي لارښوونو او د اساسي قانون پرخلاف عمل کوي .
0 1 دقیقه لوستل