دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په وخت کې ونيول شول
٩- کابل/ دمرغومي ١٢مه /باختر
دوه تنه په ننګرهار کې د نشه يي توکو د قاچاقو په وخت کې ونيول شول.
دغه کسان تېر ماښام د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د پوليسو له خوا وپېژندل شول او ونيول شول .
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې له دغو کسانو څخه شپږ کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
نيول شويو کسانو دغه نشه يي توکي په يو ګړندي موټر کې په ماهرانه ډول ځاى پرځاى کړي و .
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې؛ يواځې په وروستيو دوو اوونيو کې ٣١ تنه په ننګرهار کې د نشه يي توکو د قاچاقو په تور نيول شوي دي.
له نيول شويو کسانو څخه سلګونو کيلوګرامه چرس ،اپين، هيرويين،شيشه او تابليت کا ترسره شوي دي.
ختم_ج _اکرم