امنیت

دوه تنه د نشه يي توکو دلېږدونې په تور ونيول شول

 کابل باختر دغويي دمياشتې ١٢ نيټه :
دوه تنه  په هرات  ولايت  کې د نشه يي توکو دلېږدونې  او پلورنې په تور ونيول شول.
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده وويل  چې؛ د فراه
ولايت  يو تن اوسيدونکى چې غوښتل يې ٥٠٠ ګرامه هيروئين د هرات  د هوايي ډګر له  لارې  هندوستان ته ولېږدوي ونيول شو.
دغه راز  يو بل مشکوک په پرچون ډول داپينو د پلورنې په تور د هرات ښار   د شپږمې ناحيې  له مربوطاتو څخه د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره د مبارزي مديريت  د منسوبينو له خوا ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته