امنیت

دوه تنه د دولتي اسرارو د خپرولو په تور محاکمه شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٩

دوه تنه هيوادته دخيانت په تور دهرات دښارى محکمې له خوا په سزا محکوم شول.

دغه کسان د ابتداييه ښاري محکمې دکورنى او بهرنى امنيت پرخلاف د جرمونو د ديوان په علنى قضايي غونډه کې په مجازاتو محکوم شول.

تورن کسان څه موده مخکې هيوادته دخيانت او پرديو هيوادونو ته د دولتي اسراو دخپرولو په تور نيول شوې و.

ويل کيږي دغو کسانو ديوه ځانګړى هيواد په ګټه فعاليت کاوه چې دکشفى ارګانونو دهلوځلو له امله ونيول شول او په لومړنيو تحقيقاتو کې يې هم په خپل جرم اعتراف کړى دى .

دغه دوه تنه هريو په شپاړلس کاله بند محکوم شول دمنصور دڅرګندونو له مخې په دې غونډه کې د ادرسکن ولسوالۍ په مربوطاتو کې دورانکارۍ په تور د دريو تنو نورو دوسيې هم وڅيړل شوې چې په نتيجه کې يې يو تن په پنځلس کاله او دوه تنه نور هريويې په تروريستي ډلو کې دغړيتوب په تور دپنځه پنځه کاله بند په مجازاتو محکوم شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته