امنیت

دوه تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
دوه تنه له يوې زياتې اندازې  نشه يي توکوسره  په هلمند ولايت کې ونيول شول.
دغو کسانو پرون کله يې چې غوښتل ١٧٢کيلوګرامه اپين نامعلوم ځاى ته  وليږدوي  دخانشين ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول.
دهلمند ولايت   يوه امنيتي مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل : نيول شويو کسانو  دغه اپين  په ماهرانه ډول   په يو موټر کې   ځاى پرځاى    کړي و .
ده  تائيد کړه چې   له دغه موټر څخه ١٧٢ کيلوګرامه اپين ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته