کابل باختر دکب دمياشتې ١١:
د بغلان ولايت پوليسو نن يو تن دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيوه .
د بغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى احمد جاويد بشارت دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه سړي غوښتل پنځه ويشت کيلوگرامه اپين ديو سراچه
موټر په واسطه دبغلان ولايت ته وليږدوي چې د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتو
کې دپوليسو له خوا ونيول شو .
خبرځاى زياته کړه نيول شوي سړى له اپينو او موتر سره امنيه قوماندانې ته
سپارل شوى دى.
ديوبل خبرله مخې : يو تن په بغلان ولايت کې ديو سودګر د مالونو دغلا په تور ونيول شو.
بشارت وويل دغه سړي چې د يوسوداګر زر ډبلي غوړي په ننګرهار ولايت کې بارکړي او دکندز ولايت ته يې ليږدول درې سوه ډبلي يې په پروان ولايت کې پلورلي وو او دپلخمري ښار د زاړه بازار په ساحه کې د نورو غوړيو د پلورنې په وخت کې دپوليسو له خوا ونيول شو.
0 1 دقیقه لوستل