دوه تنه داعشيان ووژل شول .
کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه : دداعش دډلې دوه تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد په بهير کې ووژل شول . په دغو ډار اچوونکو تيره شپه کله چې په يو موټر کې نامعلوم ځاى ته روان و ، په غني خيلو ولسوالۍ کې بريد وشو . د ننګرهار ولايت درسنيو دفتر دخبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دې هوايي بريد کې د داعش دډلې دوه تنه غړي ووژل شول . ختم_ ج _ اکرم