امنیت

دوه تنه تنکي ځوانان ووژل شول

کابل باختردزمري دمياشتي ١٥ :

په لوګر ولايت کې پرون دامنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ دنښتي له امله دوه تنه ماشومان ووژل   شول.

دسيمي دخلکو دڅرگندونوله مخي دغه جګړه دڅرخ ولسوالۍ په بازارکي  ونښته چي يو توغندي په يو کور ولګيد او له امله يي يوه پنځلس کلنه نجلۍ اويو دولس کلن هلک چي خور او ورور وووژل شول او کورهم ويجاړشو.

 دلوګردوالي ويندوى دين محمد درويش ددوو تنو ملکي وګړو وژل کيدل تائيد کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته