امنیت

دوه تنه تروريستان په کونړکې ونيول شول

کابل باختردتلې د مياشتې  ٣٠ :
دوه تنه تروريستان له يوې مخابرې سره د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې ونيول شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وايي چې دوه تنه پرون د امنيتي ځواکونو له خوا په عملياتوکې د کونړ ولايت په مانوګي ولسوالۍ د يخې چينې په کلي کې د پلټنې په وخت د ٢٠١ سيلاب قول اردو د شپږم کنډک د ځواکونو د عملياتو په بهيرکې له يو آيکم مخابرې او يو داتسون موټر سره ونيول شول.
د يو بل خبر له مخې:
د هغو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې د پروان ولايت د اخته چي په کلي کې ترسره شول؛ يوه اندازه وسلې، مهمات او دوه ماينونه ترلاسه شول.
دغه راز امنيتي ځواکونو د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ د پوهان له سيمې څخه د دوو ماينونو په کشفولو سره د دوو چاودنو مخه ونيوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته