امنیت

دوه تنه تروريستان د ملي امنيت د ځواکونو له خوا په قندهارکې ونيول شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
دوه تنه تروريستان چې په قندهار ښارکې يې د تروريستي او ورانکارو بريدونو د ترسره کولو نيت درلود؛ د ملي امنيت د ځواکونو له خوا ونيول شول.
دقندهار ولايت وياند صميم خپلواک دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه کسان د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه قوماندان له خوا ګومارل شوي وو چې د قندهار ښار په مربوطاتوکې په ورانکارو بريدونو لاس پورې کړي چې هدف ته له رسيدو مخکې د ملي امنيت د ځواکونو له خوا ونيول شول.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دغه کسان د قندهار ولايت اصلي اوسيدونکى په بريالى مشهور عبدالهادي او د قندهار ولايت اصلي اوسيدونکى په مير آغا مشهور امير محمد دي .
خبرځاى زياته کړه: دغوکسانو غوښتل چې د قندهار ښار په مربوطاتوکې په ورانکارو بريدونو لاس پورې کړي چې دملي امنيت دځواکونو له خوا دعملياتو په بهيرکې ونيول شول .
خبرځاى وويل : له نيول شويوکسانو څخه پوښتنې او تحقيقات پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته