نړۍ

دوه تنه امريکا کې اعدام شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
دوه تنه پرون  په امريکا کې اعدام شول .
ددغو  دوو تنو له  جملې څخه  يو تن  د( چارلز فريدريک وانر) په نوم  چې په  ١٩٩٧ ميلادي کال کې ديو ماشوم  په وژلو محکوم شوى و  د(اوکلاهما) په ايالت کې اعدام شو.
وروسته له هغه چې   دتير اپريل په مياشت کې   د يو مجرم د اعدامولو په  وخت کې  وژونکې  پيچکارۍ کم اغيزه ثابته  شوه ؛ دا په دغه ايالت کې  داعدام لومړى مورد  دى   چي نافذيږي .
يو بل سړى د(جاني شين کورموندۍ) په نامه پرون په فلوريدا ايالت کې دوژونکې پيچکارۍ په واسطه اعدام شو.
دغه سړى  ديو بانکوال  په وژنې  او دهغې په ښځې دتيري په تور په  اعدام محکوم شوى و او دده  دوه تنه ملګري په عمري بند محکوم شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته