امنیت

دوه تنه امريکايي سرتيري په ميدان وردګو کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ ٢٧ نيټه :
  دوه تنه امريکايي  سرتيري پرون د ميدان وردګو په ولايت کې  ووژل شول .
دميدان وردګو  دوالي وياند عبدالرحمن منګل  باختراژانس ته وويل چې دغه دوه تنه امريکايي سرتيري ددغه ولايت دجلريز ولسوالۍ د زيولات  په سيمه کې  دوسله والو طالبانو دبريد له امله ووژل شول
  ده زياته کړه چې په دې بريد کې يو بل امريکايي سرتيرى ټپى شوى دى .
دميدان وردګو دوالي  وياند وويل چې په دې بريد کې وسله والو طالبانو ته هم دسرزيان  اوښتى دى  خو دقيق شمير يې   معلوم نه دى .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته