امنیت

دوه تنه افغان قاچاق وړونکى دتاجکستان دسرحدي ځواکونو له خوا ووژل شول.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٢٥
دنشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکى پرون دتاجکستان دسرحدي ځواکونو له خوا ووژل شول.
دغو قاچاق وړونکو چې غوښتلې اووه ويشت کيلوګرامه چرس دتخار له ولايت څخه تاجکستان ته قاچاق کړي په يو ځنګل کې چې داموسيند په منځ کې موقعيت لري دتاجکستان دسرحدي ځواکونو له خواپرې بريد وشو او ووژل شول.
دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى خليل اسير نن باختر آژانس ته وويل دغه دوه تنه قاچاق وړونکى ددشت قلعه ولسوالۍدتخته کول دکلي اوسيدونکى و.
د دوى مړي دافغان سرحدي ځواکونو له خوا کورنيو ته يې سپارل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته