سیاست

دوه اويا تنو معلوماتي بستي ترلاسه کړي دي، خوکانديد يو تن

کابلباختردميزان ٧
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  ويندوى وايي چې تراوسه پورې دوه اويا تنو دجمهوري رياست د انتخاباتو دکانديدي لپاره معلوماتي بستې ترلاسه کړي دي او دا په داسې حال کې ده چې دجمهوري رياست دانتخاباتودکانديدانودنوم ليکنې دبهير له پيل څخه چې څه نا څه لس ورځې تيرې شوي دي يوازي بسم الله شير دجمهوري رياست دانتخاباتو دلومړني کانديد په توګه نوم ليکلى دى .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى  نورمحمد نور دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې دريو تنو ميرمنو هم معلوماتي بستې ترلاسه کړي دي .
ده زياته کړه :  چي دوه  زره شپږ سوه يونوي تنه نور چې دوه سوه دوه پنځوس تنه يې ميرمني دي دولايتي شورا ګانو په اړوند معلوماتي بستې ترلاسه کړي دي .
د نور دڅرګندونو له مخي :  تراوسه پورې ٦٥٧ تنه دولايتي شورا ګانو د انتخاباتو دکانديدانو په توګه چې اته اويا تنه يې ښځې اونجو نې هم پکې شاملې دي نومونه ليکلي دي .
نور زياته کړه تر اوسه  پورې دنورستان ، پکتيااود ميدان وردګو په ولايتو نو کې کومې ميرمنې دولايتي شورا دکانديدې په توګه نوم نه دىليکلى .
ده زيا ته کړه .  چې پرون د هيواد په لرو پرتو سيمو کې ددغه کميسيون دګرځنده ټيمونو له خوا د رايو ورکولو د کارتونو د ويشلو بهير پيل شو چې تمرکز به يې په هغو افرادو او په  تيره بيا په هغو ښځو  وي چې د نوم ليکنو په  مرکزونو   برلاسى
  نه لري
په همدې حال کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون د دارالانشا رئيس ضياالحق امرخيل  ويلي دي چې دجمهوري رياست د انتخاباتو د کانديدانو د نوم  ليکنې موده  شل ورځې ټا کل شوې ده او دتلي په ١٤نيټه پاى ته رسيږي اود تمديد وړ نه ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته