کابل باختر د ثور دريمه :
دملي دفاع وزارت دهېواد په ځينو سيمو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو دچاڼيزو عملياتوپه بهير کې ددوه اويا تنو ډار اچوونکو دوژلو خبرورکړ .
دباختراژانس دخبر له مخې ،دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي . دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ګډ يرغليز عمليات ترسره کړل . چې په نتيجه کې داوولسو تنو داعشيانو او دوسله والو طالبانو ديوه قوماندان په ګډون دوه اويا تنه ډار اچوونکي ووژل شول ، دوه ويشت تنه ټپيان او يو تن يې ونيول شو .
دغه عمليات دننګرهار ، کونړ ، کاپيسا ، غزني ، خوست ، لوګر ، پکتيا ، روزګان ، زابل ، هرات ، فراه ، فارياب ، بلخ ، کندز ، تخار ، او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې دهېواد دتوپجي او هوايي ځواکونو په ملاتړ ترسره شول .
په دغو عملياتو کې دداعشي تروريستانو پنځلس تينګ سنګرونه دړې وړې شوي دي او يوه اندازه مهمات دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل