دوه اويا تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
کابل باختر دوږې اوومه :
دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتوپه بهير کې دوه اويا تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دملي اردو ځواکونو دتروريستانواو ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد دننګرهار ولايت دحصارک اوشيرزاد ، دغزني ولايت دمقر ، دکابل ولايت دخاک جبار ، دپکتيا ولايت دشواک ، دکندز ولايت دخان اباد ، ددايکندي ولايت دکجران او ګيزاب ، دفارياب ولايت دقيصار او غورماچ، دجوزجان ولايت دقوش تيپې او درز اب او دهلمند ولايت دموسى قلعه ، سنګين کجکي او دنوزاد دولسواليو په مربوطاتوکې پراخ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دوه اويا تنه ډار اچوونکي ووژل شول او نهه ويشت تنه نور ټپيان شول او دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان ونيول شو .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسله ، ددرندو وسلو مهمات اونور پوځي تجهيزات او وسايل هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبر له مخې، دملي اردو دولس تنه عسکر دامنيتي دندو دترسره کولو په بهير کې په واټونوکې دښخ کړى شويو ماينونو دچاودنې له امله شهيدان شوي دي .
دملي دفاع وزارت مقاماتو ددندو دترسره کولو په بهير کې ددغو عسکرو دشهادت تاييد کړ خو دپيښو سيمې يې مشخصې نه کړې .