امنیت

دوه اتيا بورۍ امونيم نايتريت دپوليسو لاس ته ورغلل

کابل باختر د جدي نهه ويشتمه :
دلوګر ولايت پوليسو نن يوتن دڅلور زره سل کيلوګرامو امونيم نايتريت  د ساتنې په اړوند په دغه ولايت کې ونيوه .
دلوګر ولايت  امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحق زي دباختراژانس خبريال ته وويل: دکورنيو چارو وزارت دساحوي کشفي راپور له مخې  دګډو امنيتي ځواکونو په هغو عملياتو کې چې دبرکي برک ولسوالۍ په شاه مزار کلي کې ترسره شول ،څلور زره سل کيلوګرامه امونيم نايتريت چې په دوه اتيا بوريو کې ځاى پرځاى او په يوه کنډواله کې ډيپو کړي  و کشف شول .
  يوه اړونده خبرځاى وويل: دغه امونيم نايتريت دامنيتي ځواکونو په کاروانونو دبريد په مقصد د وسايطو ضد او پرسونل ضد ماينونو په جوړولوکې کارول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته