دوهم تعقیب؛ نورستان کې د غره ښویېدنې پېښې د قربانیانو شمېر کې زیاتوالی راغلی

کابل، د سلواغې ۳۰مه، باختر
د نورستان په نورګرام ولسوالۍ اړوند تتین درې په نکره کلي کې د غره ښویېدنې پېښې د قربانیانو شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان باختر آژانس ته وویل چې په دغه پېښه کې ۲۲ تنه شهیدان شوي چې تر اوسه د ۹ تنو جسدونه راوستل شوي دي او د پاتې نورو د لټون عملیات روان دي.
حق بیان زیاته کړه چې د یادې پېښې سیمې ته د سرې میاشت او عامې روغتيا ریاست روغتیايي ټیمونه رسېدلي او د نورو جسدونو پلټنه روانه ده.
دغه پېښه د زياتو اورښتونو له امله رامنځته شوې ده.